IQNA

په عربستان کې د حاجیانو لپاره د پیسو  د  لومړنۍ الیکټرانیک بټوَې مخ کتنه وشوه

6:25 - June 05, 2024
د خبر لمبر: 3489324
 ایکنا - د عربستان د حج او عمرې وزارت ددغه هیواد د ملی بانک په ملګرتیا سره د  پیسو د لومړنۍ نړیوالې ډيجیټلي بَټوې  چې د حج او عمرې د زیارتوالو لپاره مخصوصه ده ، مخ کتنه وکړه .

ایکنانیوز د ګلف نیوز له قوله راپور راکړ، د عربستان د حج او عمرې وزارت د دغه  هیواد دملی بانک (SNB AlAhli)) په ملګرتیا سره ،د پیسو د لومړنۍ نړیوالې ډيجیټلي  بَټوې  چې د حج او عمرې   زیارتوالو ته مخصوصه ده ، د   Nusuk Wallet په نامې سره افتتاح کړه.

نسک پيسو بَټوه  د عربستان د حج او عمرې د چارو د وزیر توفیق الربیعه په شتون سره د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه  افتتاح شوه .

د پیسو دغه ماډرن ډيجیټلي بَټوه ،په زیارتي  سفرونو کې د مالی چارو او لګښتونو د مدیریّت لپاره یوه جامعه حل لاره  وړاندې کوي. د نسک پیسو بَټوه د کارؤنکو  دمالی ټرانزیکشنونو لباره  د زیاتره امنیت  څخه د ډاډمنیدا لباره  له کوډ او پرمختللو ټيکنالوجیو څخه  استفاده کوي.

د عربستان په حج وزارت کې د ډيجیټلي تجروبې د برخې  مدیر احمد بن سلیمان المیمن  ددغه اقدام اهمیّت  په ښودلو سره  دا د دبدلانۀ پیچومی وبالۀ چې  شپږ اساسی بریاوې به ولری.  هغه ټینګار وکړ، د نسک پیسو بَټوه  د کارؤنکو له خاصو اړتیاؤ سره  له مادرن ټيکنالوجیو څخه ، مصنوعي هوښیارتیا، کوډ ورکولو او د بایو میټریک  هویّت د تائيدولو  په څير له خاصو ټيکنالوجیو برخمنه ده . ګ

 د عربستان د ملی بانک د ډيجیټلی  برخې  او پانګونې عمومی مدیر صالحج بن ابراهیم الرفریح  هم ټينار کړی،  چې د نسک پیسو بَټوه   د عربستان د مرکزی بانک په وسیله ټاکل شوو مقرراتو ته پابنده ده او په ډاډمنو مقرراتو سره سمون خوری او د ملی امنیت تر ټولو لوړ سټینډرډونه درعایتولو له پلوه ډاډمنه  چاره ده.  

د یادولو ده چې دا د نړیوال بانک  لومړنی کارډ او  د پیسو  لومړنۍ ډيجیټلي بَټوه ده  چې  د حاجیانو  لپاره په خاصه توګه پلان شوې ده  او اوسمهاله دور  کې د کارؤنکو لباره  اسانتیا او امنیت ډالۍ کوي.  د پیسو ډيجیټلی پَټوه  یو داسې پلان او آنلان سروس دی چې د  ذالیکټرانیک سندونو او د ټکټونو د زیرمه کولو او یا د د پیسو د ورکولو الیکټرانیک  رودې ذڅخه  ورځیني استفاده کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4219928

captcha